Загрузка...

نړۍ کې د لوی اختر لومړۍ ورځ، حاجيان بيا سيمه کې ترينګلتيا سره د حج مراسم ادا کوي-بي بي سي نړۍ دا وخت

مکه مکرمه کې د حج مراسم روان دي، سږنی کال داسې حال کې کېږي چې سيمه په پراخ ډول د ايران جګړې له امله ناکراره ده. خو دغې جګړې له امله داسې نه ښکاري چې حاجيان دې زړه نازړه شوي وي. تېره اوونۍ سعودي ويل، ۱،۵ ميليونه بهرنيان حج لپاره ورغلي، چې له تېر کاله ۱۱ زره زیات دي. حاجيان خپل مناسک داسې حال کې ادا کوي، چې ګرمي په کې ۴۵ سانټي ګرېډ درجو ته رسېدلې ده. همدې وخت کې د نړۍ لروبر مسلمانان نن د لوی اختر لومړۍ ورځ لمانځي. بېلابېلو هېوادونو کې خلکو د اختر لمنځونه کړي، کورنيو، خپلوانو او دوستانو سره يې د اختر خوښۍ لمانځلې دي. افغانستان کې بيا د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده کندهار کې د اختر له لمانځه وروسته يو ځل بيا خلک دې ته بللي چې فرمانونه یې دې ومني او غاړه دې ورته کېږدي. دا وينا چې ويل کېږي پنځوس دقيقې روانه وه، د طالبانو مشر په کې افغانستان کې د نجونو او ښځو زده کړې او کار ته له کومې اشارې پرته ويلي، چمتو دی، د هغه څه دننه چې ده شریعت بللی، د خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي او ان نړیوالې ټولنې سره چلن وکړي. دا خپرونه امان الله عطا وړاندې کوي.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:25 مکه مکرمه کې د حج مراسمو دوام
1:23 د نړۍ لروبر د لوی اختر لمانځنې
2:43 افغانستان کې د اختر لمانځنې
5:50 د بي بي سي پښتو وېبپاڼې يادونه
6:45 غزې او لبنان کې پر موخو د اسرائيلو بريدونه
8:04 د لبنان له مشغرې د بي بي سي راپور
10:53 د ايران او امريکا اوربند حال
13:00 کونګو کې د ايبولا ناروغۍ حال
13:33 د برازيل امازون ځنګله وهلو کچه
14:08 هند کې ګرمي
14:44 د جنوبي کوريا سمسونګ کارګرو سره جوړجاړی
15:26 د سوات يوې سندرغاړې کیسه
19:35 ټکنالوژي، اوونيزه خپرونه

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?sub_confirmation=1
Youtube: https://www.youtube.com/channel/UCu7qsdVTUWcI_PclOr8z51Q
Like us on Facebook: https://www.facebook.com/bbcpashto
Follow us on Twitter: https://twitter.com/bbcpashto
Instagram: https://www.instagram.com/bbcpashto

Видео نړۍ کې د لوی اختر لومړۍ ورځ، حاجيان بيا سيمه کې ترينګلتيا سره د حج مراسم ادا کوي-بي بي سي نړۍ دا وخت канала BBC Pashto
Яндекс.Метрика
Все заметки Новая заметка Страницу в заметки
Страницу в закладки Мои закладки
На информационно-развлекательном портале SALDA.WS применяются cookie-файлы. Нажимая кнопку Принять, вы подтверждаете свое согласие на их использование.
О CookiesНапомнить позжеПринять